سعودي‌ عربستان د حج په اړه وروستۍ پریکړه وکړه

د سږني‌ حج فریضې په اړه د سعودي عربستان پریکړه

1441060
سعودي‌ عربستان د حج په اړه وروستۍ پریکړه وکړه

سعودي‌ عربستان اعلان وکړ چې سږ کال به د حج د فریضې د ادا کولو په خاطر د هیواد د بهر نه  څوک قبول نکړي.

سعودي‌ عربستان وویل چې د کرونا ویروس د تدابیرو له امله به سږ کال د حج  عبادت او فریضې د ادا کولو په خاطر  په عربستان کې د میشتو نه پرته د بهرني حاجیان قبول نکړي.

د سعودي عربستان رسمي‌ خبري اژانس د حج وزارت له قوله لیکلي دي چې سږ کال به د حج  په مراسمو کې  ډیر محدودو کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شي

د حج وزارت ویلي دي‌ چې د حج په سږنیو مراسمو کې به یواځې په سعودي عربستان کې میشتو حاجیانو ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

د سعودي‌ عربستان د حج وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبو پیښو د زیاتوالي‌ او تر اوسه پورې د واکسین د نه موندل کیدو او د حج د مراسمو پر مهال د ټولنیز واټن د نه مراعات کیدو له امله پریکړه وشوه چې سږني حج مراسمو کې محدودو کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې هر کال څه باندې دوه میلیونه تنه حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

سعودي‌ عربستان د روان کال د فبروري‌ د میاشتې راهیسې  د کرونا ویروس له امله د حج عمرې باندې هم بندیز ولګول.



اړوند خبرونه