په لیبیا کې د مصر د ولسمشر سیسي پر خلاف مظاهره وشوه
په لیبیا کې د مصر پر خلاف پراخه مظاهره وشوه
د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې په سلګونو تنو مظاهره کوونکو په مصر کې د پوځي کودتا سره واک ته راغلي عبدالفتاح السیسي لخوا پر لیبیا د پوځي مداخلې د ګواښ پر خلاف د لیبیا او ترکیې د بیرغونو سره مظاهره وشوه.
مظاهره کوونکي چې په طرابلس کې دشهیدانو په میدان کې راټول شوي وو مصر د ولسمشر سیسي پر خلاف يي شعارونه ورکول د لیبیا او ترکېې بیرغونه رپول. همداشان د مصر د ولسمشر په عسکونو چې سره چلیپا پر راښکدلې وه د ځان سره انتقالول.
مظاهره کوونکو د سیسي سربیره د حفتر پر خلاف هم شعارونه ورکول.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وړمه ورځ د لیبیا سره په پوله کې د خپلو هوايي ځواکونو نه د لیدنې پر مهال ویلي وو چې د اړتیا په صورت کې به د هیواد د پولو نه بهر پوځي عملیات وکړي. هغه د لیبیا د سیرت او الجفره د ښارونو نه چې د حفتر تر کنټرول لاندې دي د خپلې سرې کرښې په توګه یادونه کړې وه او ویلي وو چې ددې ښارونو نه د دفاع په خاطر د حفتر نه هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو دی.
د سیسي دې څرګندونو د لیبیا د مشروع د ملي وفاق حکومت ډیر سخت غبرګون وښود او ددې څرګندونو نه يي د لیبیا پر خلاف د جګړې د اعلان په توګه یادونه وکړه.