د لیبیا پوځ د مصر د ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د لیبیا د ملي‌ وفاق حکومت د مصر د ولسمشر سیسي د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو د سیرت او الجفره ښارونه زمونږ سره کرښه ده ډیر سخت غبرګون وښود

1440051
د لیبیا پوځ د مصر د ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د لیبیا حکومت د مصر د ولسمشر سیسي د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د سیسي د څرګندونو نه د جګړې د اعلان په توګه یادونه وکړه.

د لیبیا د ملي وفاع مشروع حکومت وسله وال پوځ د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو د لیبیا د سیرت او الجفره ښارونه زمونږ سره کرښه ده  ډیر سخت غبرګون وښود او ددې څرګندونو نه يي د لیبیا په کورنیو چارو کې د ښکاره مداخلې په توګه یادونه وکړه.

د لیبیا د پوځ د سیرت او الجفره د ګډو عملیاتو د ویاند جنرال عبدالهادي د بیان په خپرولو سره د سیسي‌ د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.

په بیان کې راغلي دي‌ چې د سیسي لخوا د سیرت او الجفره ښارونه د سرې کرښې په توګه اعلانول دا په ښکاره توګه د لیبیا په کورنیو چارو کې مداخله ده. دا په اصل کې د لیبیا پر خلاف د جګړې اعلان دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د لیبیا اتل وسله وال ځواکونه به په هیواد کې ټولې سیمې د کودتاچي‌ حفتر د ملیشه ځواکونو ، غلامو او اجیرو اورپکو او د هغوې د ملاتړکوونکو نه وژغوري او تصفیه کړي. دا مقدس مزل به سرته ورسوي.

د مصر ولسمشر سیسي  د هیواد په لویدیځ کې د مصر د هوايي ځواکونو نه لیدنې پر مهال په خپله وینا کې ویلي‌ وو چې د مصر پوځ د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې  د هیواد د پولو نه بهر هم دنده ترسره کړي.

هغه ویلي وو چې د لیبیا د سیرت او الجفره  ښارونه زمونږ لپاره سره کرښه ده. ددې ښارونو په مسئله کې هر ډول مرستې ته چمتو یو. هغه د مصر په ځواکونو غږ وکړ چې د هیواد د پولو نه بهر دندې ته پوره چمتوالی ونیسئ.

د یادولو وړ ده چې د لیبیا د مشروع حکومت ځواکونو د مارچ په ۲۵ مه نیټه پیل شوي‌ د سولې توپان په نامه د پوځي‌ عملیاتو په لړ کې د جون په دریمه نیټه د طرابلس ښار په کامله توګه د حفتر د ځواکونو نه وژغوره او د جون په ۵ مه نیټه يي د ترهونه ښار په کامله توګه ونیو.

همداشان د لیبیا وسله وال پوځ د جون په ۶ مه نیټه بیا د سیرت او الجفره ښارونو د نیولو په خاطر د برې لارې په نامه عملیات پيل کړل چې اوس هم دوام لري.


پيوندونه: #سیسي , #مصر , #لیبیا

اړوند خبرونه