د حفتر سترملاتړي متحده عربي‌ اماراتو په لیبیا کې د سیاسي‌ حل غوښتنه وکړه

په لیبیا کې د حفتر د سترې ماتې نه وروسته د هغه ملاتړو هیوادونو د بیړني‌ اوربند غوښتنه وکړه

1431731
د حفتر سترملاتړي متحده عربي‌ اماراتو په لیبیا کې د سیاسي‌ حل غوښتنه وکړه

په لیبیا کې د کودتاچي‌ جنرال  او د نامشروع ملیشه ځواکونو مشر خلیفه حفتر تر ټولو قوي ملاتړي هیواد  متحده عربي‌ اماراتو پدې وروستیو ورځو کې د حفتر د ځواکونو د پله پسې سترو ماتو نه وروسته د سیاسي‌ حل لارې او اوربند غوښتنه کړې ده .

د متحده عربي‌ اماراتو د بهرنیو چارو مسئول د دولت وزیر انور ګارګاش ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د قاهرې د اوربند د طرحې نه د ملاتړ او هر کلی به په لیبیا کې هر څه ژر د اوربند د ټینګښت او بهرني‌ ځواکونه ددې هیواد نه د وتو او سیاسي‌ حل لارې بهیر د پياوړي کولو سره به مرسته وکړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې په اوسنۍ دوره کې چې په ډیره ښکاره توګه پوځي‌ مداخلې لیدل کیږي نه غواړو چې یوې پیړۍ مخکې وخت ته بیرته ستانه شو.

د همدې امله د سیاسي‌ حل په خاطر په نړۍواله کچه سیاسي‌ اراده شتون لري. ددې نه هیڅوک انکار کولی نشي.

د یادولو وړ ده چې په لیبیا کې د ملي‌ وفاق د مشروع حکومت وسله والو ځواکونو پدې وروستیو کې په هیواد کې د کودتاچي‌ جنګ سالار حفتر ملیشه ځواکونو ته د پر له پسې ماتو او یو زیات شمیر سیمو د نیولو نه وروسته حفتر د جون په ۶ مه نيټه په مصر کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. پدې غونډه کې د مصر ولسمشر سیسي په حفتر د ماتو نه وروسته د اوربند طرحه وړاندې کړه او پدې طرحه يي د قاهرې طرحې نوم کیښود.

د حفتر ملاتړو هیوادونو روسیې، فرانسې، متحده عربي‌ اماراتو، اردن، سعودي‌ عربستان او عربي‌ټولنې د قاهرې د اوربند د طرحې نه ملاتړ اعلان کړ.

د بله پلوه د لیبیا د ملي‌ وفاق مشروع حکومت چې د ملګروملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دی اعلان وکړ  چې د ټول هیواد د کنټرول لاندې د نیولو پورې به د ملیشه او ټوپک سالارانو پر خلاف مبارزې او عملیاتو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه