په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هوايي بریدونه شوي دي.
په سوریه کې په ایران پلوه ملیشو هوايي بریدونه شوي
په سوریه کې د بشري حقونو څارنونکو ویلي دي چې تیره شپه په سوریه کې په ایراني ځواکونو د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ تنو ایران پلوه ملیشو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار مرکز د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تیره شپه د سوریې د دیرالروز په ولایت کې د ایراني ځواکونو په مرکزونو ۸ جلا جلا بریدونه شوي چې په نتیجه کې ۱۲ تنه ایران پلوه ملیشو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي وژل شوي ملیشه د عراق او افغانستان وګړي دي.
به سوریه کې د بشري حقونو د څار مرکز ویلي دي سره ددې چې دا لا معلومه نده چې بریدونه د چا لخوا شوي دي خو ګمان کیږي چې د اسراییلو د ځواکونو لخوا شوي وي.
ویل کیږي دا بریدونه په سیمه کې ایراني ځواکونو ته د تازه دمو سرتیرو د رالیږولو نه څو ساعته وورسته شوي دي.
رالیږل شوي تازه ځواکونه ډیری ایران پلوي افغانان دي.