د لیبیا حکومتي ځواکونو د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر ځواکونو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ
د لیبیا حکومتي ځواکونو دا ځل د ترهونه ولایت مرکز ونیو
1430037
د لیبیا حکومتي ځواکونو کودتاچي جنرال خلیفه حفتر ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.
د لیبیا حکومتي ځواکونو تیره ورځ د پلازمینې طرابلس نړۍوال هوايي ډګر او د طرابلس په کامله توګه د حفتر د ځواکونو نه د نیولو نه وروسته پرمختګ ته دوام ورکوي.
د لیبیا حکومتي ځواکونو داځل د ترهونه ولایت مرکز د حفتر د ځواکونو نه ونیو.
د لیبیا پوځ ویلي دي چې په ترهونه ښار کې پرمختګ ته دوام ورکوي. همداشان پدې عملیاتو کې د حفتر د مشهورو قومندانانو نه د ریاض الکبیر د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د حفتر ځواکونه د یاد شوي ولایت نه د تښتې په حال کې دي او حکومتي ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د لیبیا حکومتي ځواکونو د حفتر د ځواکونو اړوند یو زیات شمیر درندې او سپکې وسلې هم نیولي دي.
د لیبیا حکومتي ځواکونو د نیولو وسلو او مهماتو ویدیو خپره کړې ده .