د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر ځواکونو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.

د لیبیا حکومتي ځواکونو د طرابلس هوايي ډګر د حفتر د ځواکونو نه وژغوره

1429021
د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر ځواکونو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.

 

د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د طرابلس نړۍوال هوايي ډګر د حفتر د ځواکونو نه په کامله توګه وژغوره.

د لیبیا د پوځ ویاند د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د پلازمینې طرابلس هوايي ډګر د کودتاچي‌ جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو نه په کامله توګه وژغوره. هغه ویلي‌ دي‌ چې د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د طرابلس د هوايي ډګر د کنټرول په کامله توګه د په لاس کې نیولو نه وروسته د حفتر ځواکونه چې د قصر بن غشیر د سیمې پر لورې په شا شوي‌ دي‌ پرمختګ ته دوام ورکوي.

د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د طرابلس هوايي ډګر د حفتر د ځواکونو په کامله توګه د تصفیه کولو او نیولو په خاطر د عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړی وو.

د طرابلس نړۍوال هوايي ډګر چې په ۱۹۳۴ میلادي‌ کال کې. د ایټالیویانو لخوا جوړ شوی دی د پلازمینې طرابلس سویلي‌ لورې ته په ۲۷ کیلومترۍ کې د قصر بن غشیر په سیمه کې موقعیت لري.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۱ میلادي‌ کال د مارچ په میاشت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د لیبیا په هوايي حریم د بندیزونو لګولو نه وروسته  د طرابلس هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو. همداشان د ۲۰۱۱ کال د اګست په میاشت کې د قذافي د مخالفینو نه د زنتان غنډ د ځواکونو لخوا د طرابلس د هوايي ډګر د نیولو نه وروسته یاد شوی هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانیستل شو.

همداشان د ۲۰۱۴ د اګست په میاشت کې د فجر لیبیا وسله والې ډلې د طرابلس پر هوايي ډګر برید وکړ او هوايي دګر يي‌ ونیو. ددې نیټې نه وروسته دا هوايي ډګر یو ځل بیا د الوتنو پر مخ وتړل شو.

همداشان د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال د اپریل په ۴ مه نيټه د حفتر د ملیشه ځواکونو لخوا د پلازمینې طرابلس  د نیولو په خاطر د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د اپریل په ۶ مه نيټه هوايي ډګر اشغال کړی وو چې نن د لیبیا د حکومتي‌ ځواکونو لخوا وژغورل شو.



اړوند خبرونه