اسلامي‌ همکاریو تشکیلات د فلسطین په غوښتنه بیړنۍ غونډه کوي

د اسلامي‌ همکاریو تشکیلات د اسراییل لخوا لویدیځه تراړه په خپله خاوره کې د ګډولو د پلان په اړه بیړنۍ غونډه کوي

1422204
اسلامي‌ همکاریو تشکیلات د فلسطین په غوښتنه بیړنۍ غونډه کوي

 د فلسطین حکومت د اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو سره د اسراییلو لخوا لویدیځه تراړه په خپله خاوره کې د ګډولو د پلان په مسئلې د غور په خاطر بیړنۍ غونډې د جوړولو پریکړه وکړه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارتد بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي‌ د اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو د عمومي‌ سکرتر یوسف بن احمد العثمین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

په ټيلیفوني‌ خبرو کې د اسراییلو لخوا د لویدیځې تراړې خاوره په خپله خاوره کې د ګډولو په پلان د بحث په اړه د وزیرانو په کچه د بیړنۍ غونډې د جوړولو پریکړه وشوه.

د ویلو ده چې د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو د مې په ۱۷ مه نیټه پارلمان ته په خپلو وینا کې ویلي‌ وو چې په لویدیځه تراړه کې غیرې قانوني‌ یهودي‌ ښارګوټي د اسراییل د خاورې سره د یو ځای کولو وخت رارسیدلی دی.



اړوند خبرونه