د داعش ترهګرې ډلې دوه تنه نور مشران هم ووژل شول

داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ګوزار ورکړ شو

1422202
د داعش ترهګرې ډلې دوه تنه نور مشران هم ووژل شول

په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د بڼسټګر البغدادي‌ د ځای ناستي‌ عبدالناصر د نیول کیدو نه وروسته دا ځل په سوریه کې ددې ترهګرې ډلې دوه تنه نور مشران ووژل شول.

د داعش   ترهګرې ډلې د عراق د شمال مسئول او ددې ډلې  د لوژستیک مسئول د وژلو نه خبر ورکړ شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د داعش پر خلاف د مبارزې ائتلاف ویلي دي‌ چې د داعش ترهګرې ډلې دا دوه تنه مشران يي د سوریې د دیروزور په ولایت کې په یو پټنځای کې د ځانګړو عملیات په ترڅ کې له منځه وړي‌ دي.

ائتلاف ویلي‌ دي‌ چې د داعش د عراق د شمال مسئول احمد اسماعیل الزوي او د لوژستیک مسئول احمد عبدو محمد حسن  د ځانګړو عملیات په ترڅ کې له منځه وړي‌ دي.

امریکايي ځواکونو ویلي دي‌ چې دا عملیات يي د یو بل ترهګري سازمان د پ ک ک سره په ګډه ترسره کړي‌ دي.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې په سوریې، عراق  کې د ماتې خوړو نه وروسته د یو څه مودې وروسته یو ځل بیا له سره په فعالیت پیل کړی وو. په سوریه او عراق کې وخت نا وخته بریدونه له سره پيل کړي‌ وو.



اړوند خبرونه