د داعش د پخواني‌ مشر البغدادي‌ احتمالي‌ ځای ناستی ونیول شو

د داعش ترهګرې ډلې د بڼسټګر ابوبکر البغدادي‌ د احتمالي  ځای ناستو نه یو يي ونیول شو.

1420747
د داعش د پخواني‌ مشر البغدادي‌ احتمالي‌ ځای ناستی ونیول شو

 

عراق د داعش ترهګرې ډلې د بڼسټګر ابوبکر البغدادي‌ د  احتمالي‌ ځای ناستو  نه د عبدالناصر قارداش د نیولو نه خبر ورکړی دی.

د عراق رسمي‌ خبري‌ اژانس د امنیتي‌ مقاماتو له قوله په خپور کړي‌ خبر کې ویلي دي چې عبدالناصر قارداش د استخباراتو لخوا د ځانګړو عملیاتو په لړ کې نیول شوی دی.

په خبر کې  عبدالناصر  چیرته او څه وخت نیول شوی دی په اړه معلومات ندي‌ ورکړ شوي‌.

د ویلو ده چې د داعش په سوریه او عراق کې  د سترې ماتې د خوړو نه وروسته امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال د اکتوبر په ۲۷ مه نيټه د سوریې د ادلب په ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژلو.

د ویلو ده چې عبدالناصر قارداش د هغه کسانو نه یو دی چې د البغدادي‌ د ځای ناستۍ لپاره نوماند دي.



اړوند خبرونه