د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر د ځواکونو یوه ډیره مهمه هوايي هډه بیرته ونیوله

د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر ځواکونو ته یو بل ډیر سخت ګوزار ورکړ

1419257
د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر د ځواکونو یوه ډیره مهمه هوايي هډه بیرته ونیوله

د لیبیا د ملي‌ وفاق مشروع حکومت ځواکونو د خلیفه حفتر په مشرۍ  ملیشه ځواکونو ته  چې متحده عربي‌ اماراتو، مصر ، روسیې او ځینو هیوادونو لخوا ترینه ملاتړ کیږي‌ یو بل ډیر قوي‌ ګوزار ورکړ.

د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د حفتر د ځواکونو د وطیه هوايي هډه چې ځانګړي‌ ستراتيژیک اهمیت نه برښمنده ده په کامله توګه د بیرته نیولو نه خبر ورکړی دی.

د لیبیا د حکومتي‌ ځواکونو لخوا د حفتر د ملیشه ځواکونو پر خلاف پیل شوي د سولې د توپان د عملیاتو قومندان تورن جنرال اسامه الجویلي  ویلي‌ دي چې د وطیه هوايي هډه يي په کامله توګه نیولې ده .

د هغه په وینا  دا هوايي‌ هډه د لیبیا د لودیځو سیمو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. ځکه چې د حفتر ځواکونو به په ډیری هوايي بریدونو کې ددې هوايي هډې نه استفاده کوله. دا هوايي هډه په لیبیا کې د دښتې په منځ کې یوه ډیره ښه او د دفاعي‌ پلوه ځانګړې هوايي هډه ده.


پيوندونه: #پوځي‌ هډه , #لیبیا

اړوند خبرونه