په عراق کې د اوږدې مودې راهیسې د نوي حکومت جوړولو لانجه بالاخره حل شوه.
په عراق کې د الکاظمي په مشرۍ کابینې د پارلمان نه د باور رایه ترلاسه کړه
په عراق کې لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په مشرۍ کابینې د پارلمان نه د باور رایه واخیسته.
د ویلو ده چې د لومړي وزیر الکاظمي لخوا پارلمان ته د معرفي شوي ۲۲ کسیزې کابینې نه ۱۵ تنو وزیرانو د باور رایه ترلاسه کړه. د دوو وزیرانو لپاره د رای چونې بهیر وځنډول شو.
د عراق په نوې کابینه کې جنرال جمعه ایناد د دفاع د وزیر په توګه، موجود لوی درستیز عثمان الغانیمي د کورنیو چارو د وزیر په توګه، علي عبدالامیر د مالیې د وزیر په توګه، خالد نجیم د پلان د وزیر په توګه، نازنین محمد کورونو او بیا رغونې د وزیرې په توګه، عدنان دیرجال د سپورت او ځوانانو د وزیر په توګه، علي حمدي د پوهنې د وزیر په توګه، ناصر حسین د ټرانسپورت د وزیر په توګه، نبیل کاظم د لوړزده کړو د وزیر په توګه، حسن محمد د روغتیا د وزیر په توګه، مجید مهدي د برښنا د وزیر په توګه، ایرکان شهاب د مخابراتو د وزیر په توګه، عادل هاشوش د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په توګه، علي مهمدي رشید د اوبو د چارو د وزیر په توګه او عزیز د صنایع د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.
همداشان په نوې کابینه کې د عدلیې ، کډوالو، کرنۍ، سوداګرۍ او کولتور نوماند وزیرانو د پارلمان نه د باور رایه ترلاسه نکړه.
د بهرنیو چارو او د نتفو د وزیرانو لپاره بیا رای اچونه ځنډول شوې ده.
د الکاظمي د کابینې ۱۵ تنو وزیرانو چې د پارلمان نه د باور رایه ترلاسه کړه د لوړې په کولو سره خپله دنده پیل کړه.
لومړی وزیر به د هغه وزارتونو لپاره چې نوماندانو يي د باور رایه ترلاسه نکړه نوي کسان نوماند او پارلمان ته معرفي کړي.