د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د کوتاچي‌ جنرال د ځواکونو اړوند په وسلو او مهماتو بار الوتکه وویشتله

د لیبیا هوايي ځواکونو د کودتاچي‌ جنرال خلیفه حفتر ځواکونو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ

1412552
د لیبیا حکومتي‌ ځواکونو د کوتاچي‌ جنرال د ځواکونو اړوند په وسلو او مهماتو بار الوتکه وویشتله
Fayiz es-Serrac.jpg
libya ucak vurma.jpg

په لیبیا کې د ملي وفاق مشروع حکومت ځواکونو د هیواد په ختیځ کې د کودتاچي‌ جنرال خلیفه حفتر نامشروع ځواکونو ته د وسلو او مهماتو انتقالوونکې الوتکه په هوايي ډګر کې د ښکته کیدو نه وروسته وویشتله او له منځه يي یوړه.

د لیبیا د ملي‌ وفاق حکومت د ځواکونو د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ددوې ځواکونو د خلیفه حفتر د ځواکونو پر خلاف د پيل کړو عملیاتو په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د مې په پنځمه نیټه د خلیفه حفتر نامشروع ځواکونو ته د وسلو او مهماتو راانتقالوونکې انتونوف ډوله الوتکه په هوايي ډګر کې د کیناستو سره سم وویشتله او له منځه يي وړله.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې الوتکه د ویشتل کیدو نه وروسته سترې چاودنې رامنځته شوې چې دا پخپله د حفتر هغه ادعا چې ګواکې الوتکه په طبي‌ توکو بار وه غلطه ثابتوي.

همداشان په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د لیبیا حکومت هوايي ځواکونو یوه ایربس ۳۲۰ ډوله مساپر وړونکې الوتکه د لیبیا په هوايي حریم کې تثبیت کړې وه چې لنډه موده وروسته بیا د رادار نه لا درکه شوه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دې الوتکې د سوریې د پلازمینې دمشق نه  الوتنه کړې وه  او حفتر ملاتړي‌ روسي پوځي‌ سلاکاران او د پيسو په بدل کې جګړه کوونکي‌ روسي او نورو عسکرو پکې شتون درلود. الوتکه د حکومتي‌ ځواکونو لخوا د په نښه کیدو د ځان د پټولو په خاطر يي د لیبیا هوايي حریم ته د راداخلیدو نه وروسته خپل د رادار د تعقیب سیستم  بند کړی وو.



اړوند خبرونه