د متحده عربي‌ اماراتو د شارجه په ښار کې په ۴۹ پوړیزه ودانۍ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده

د متحده عربي‌ اماراتو  د شارجه ښار د النهده په سیمه کې په یو آسمان څلي‌ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

1411566
د متحده عربي‌ اماراتو د شارجه په ښار کې په ۴۹ پوړیزه ودانۍ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  اورلګیدنه د النهده په سیمه کې په یو ۴۹ پوړیزه اسمان څلي‌ کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې ۷ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د متحده عربي‌ اماراتو د شارجې ښار د رسنیو دفتر د ټویټر پاڼې له لارې په خپور شوي بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې د النهده په سیمه کې په یو ۴۹ پوړیزه اسمان څلي‌ کې د رامنځته شوي اورلګیدنې په نتیجه کې ۷ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې روغتیايي حالت يي ښه دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې قرار لري.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ښار د ملکي‌ خوندیتوب ادارې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو سره سم د ودانۍ خلک خوندي‌ سیمې ته تخلیه کړي‌ دي او اورلګیدنه يي‌ تر کنټرول لاندې راوستې ده.

په نوموړې دنګې ۴۹ پوړیزه ودانۍ کې میشتو کسانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې اورلګیدنه د نوموړې ودانۍ په لومړي‌ پوړ کې رامنځته شوه چې په ډیرې چټکۍ سره ټولې ودانۍ ته خپره شوه.

همداشان دې اورلګیدنې په شاوخوا سیمو کې ولاړو یو زیات شمیر موټرو ته هم زیان رسولی دی. په شاوخوا سیمو کې په ولاړو یو زیات شمیر موټرو د ودانۍ نه د اور لمبې راغورځيدلي دي‌ او موټرې سوځولي دي.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه