د لیبیا د مشروع حکومت ځواکونو د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر ځواکونو ته دروند ګوزار ورکړ
په لیبیا کې د ملي وفاق مشروع حکومت د هیواد په ختیځ کې د غیرې مشروع ځواکونو د کودتاچي مشر جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو اړوند یوه پوځي چورلکه رانسکوره کړه.

د ویلو ده چې د لیبیا د ملي وفاع د حکومت ځواکونو د خلیفه حفتر د ځواکونو پوځي چورلکه هله رانسکوره کړه چې د طرابلس په سویل کې په ملکي میشتو سیمو هوايي بریدونه کول. پدې بریدونو کې یوې ښځې او یو ماشوم ژوند د لاسه ورکړ.
د لیبیا د ملي وفاق حکومت ویلي دي چې د مصراته په سیمه کې د حفتر ۳۵ تنه جنګیالي له منځه وړي دي.
د لیبیا د ملي وفاق مشروع حکومت د وسله وال پوځ ویاند ډګروال محمد قنونو وویل چې ددوې هوايي ځواکونو د پلازمینې طرابلس ختیځ لوري ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د مصراته ښار په شاوخوا کې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر اړوند یوه میګ ۳۵ ډوله روسي جنګي چورلکه کې رانسکوره کړه.
هغه وویل چې ددوې ځواکونه ددې سربیره د حفتر د ځواکونو اړوند دوه د چین ساخته ډرون الوتکې هم راغورځولي دي. هغه وویل چې په چورلکه کې د حفتر د ځواکونو اړوند کسانو هم شتون درلود خو د شمیرې په اړه يي څه ونه ویل.
هغه وویل چې د حفتر ځواکونو د مصراته ښار په سویل کې د ابو کورین او ویشقا په سیمو کې په دولتي ځواکونو بریدونه وکړل چې دا بریدونه يي په شا تنبول شوي او ۳۵ تنه د حفتر ځواکونه وژل شوي دي.