سعودي عربستان : د کرونا ویروس د مسئلې د معلومیدو نه مخکې باید څوک د حج په اړه تړونونه لاسلیک نکړي
سعودي عربستان : د کرونا ویروس د مسئلې د معلومیدو پورې باید د حج مسئلې ته انتظار وباسو
سعودي عربستان په اسلامي نړۍ د حج په مسئله کې د کرونا ویروس د پرمختګونو د معلومیدو پورې د انتظار کولو غوښتنه کړې ده .
د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزیر محمد صالح بن طاهر بنتن ویلي دي چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو نه غواړي چې د کرونا ویروس د مسئله په غوڅه توګه د معلومیدو نه مخکې دې د حج په اړه تړونونه نه لاسلیکوي.
همداشان هغه د هغه ۱۲۰۰ تنو په اړه چې د عمرې د ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته راغلي وو او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي ندي وویل چې دا کسان په خپلو هوټلونو کې د قرنطین لاندې نیول شوي دي او روغتیايي حالت يي ښه دی. پدې برخه کې د روغتیا د وزارت سره په همغږۍ کې کار کوي.
هغه دا ونه ویل چې دا کسان د کومو کومو هیوادونو وګړي دي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې د چار و وزیر د هغه کسانو په اړه چې د عمرې د ادا کولو په خاطر يي ویزې اخیستې وې خو د کرونا ویروس د بندیز له امله يي ونشو کولای چې سعودي عربستان ته سفر وکړي وویل چې دې کسانو ته يي خپلې پيسې بیرته ورکړي دي.