پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه شوي

د سعودي‌ عربستان په پلازمینه ریاض د بالستیک توغندیو بریدونه شوي

1386951
پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه شوي

پر سعودي‌ عربستان د بالستیک توغنديو‌ برید شوی .

دا خبره د العربیې تلویزیون کړې ده.

د العربیې تلویزیون د سعودي‌ عربستان د یو تن جګپوړي‌ چارواکي‌ له قوله لیکلي‌ دي‌ چې ددې هیواد دفاعي‌ ځواکونو د مارچ په ۲۸ مه د خالي‌ پر ورځ دوه بالستیک توغندي‌  د پلازمینې ریاض په اسمان کې د تثبیتولو نه وروسته په هوا کې شنډ کړي  دي.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د سعودي‌ عربستان دافع هوا ځواکونو د جازان ولایت د پاسه هم په هوا کې یو بالستیک توغندی د تثبیتولو نه وروسته په هوا کې شنډ کړی دی.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم د سعودي‌ عربستان په مشرۍ د عرب ائتلاف په سعودي‌ عربستان کې د یمن سره په پوله کې د حوثي یاغیانو  د دوو ډرون الوتکو د ویشو نه خبر ورکړی وو.



اړوند خبرونه