د مصر د پوځ یو تن جګپوړی قومندان د کرونا ویروس له امله ومړ

په مصر کې د پوځ یو جګپوړی قومندان د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ. دا خبره د مصر پوځ کړې ده .

1383202
د مصر د پوځ یو تن جګپوړی قومندان د کرونا ویروس له امله ومړ

 

د مصر پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د پوځ د مهمو قومندانانو نه  جنرال خالد شلتوت د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

پداسې حال کې چې د کرونا ویروس ټولې نړۍ ته په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی د مصر پوځ د کرونا ویروس له امله  د خپل یو تن جګپوړي‌ قومندان  د وژل کیدو نه خبر ورکړ.

د پوځ لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې جنرال شالتوت  د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د چارو پر مهال پدې ویروس اخته شوی وو چې ژوند يي د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې په مصر کې د کرونا ویروس ۳۲۷ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي‌ او ۳۳ تنو ددې ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #کرونا ویروس , #مصر

اړوند خبرونه