په سعودي‌ عربستان کې په سلګونو تنه نیول شوي‌ دي

په سعودي‌ عربستان کې  د قضايي ارګانونو، پوځ او کورنیو چارو د وزارت یو زیات شمیر منسوبین د اداري‌ فساد پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې ونیول شول.

1379252
په سعودي‌ عربستان کې په سلګونو تنه نیول شوي‌ دي

 

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې  د خپل واک او طاقت د لا پياوړي  کولو په موخه یو څه موده مخکې د شاهي‌ کورنۍ  یو زیات شمیر مهم غړي‌ نیولي‌ وو داځل يي د اداري‌ فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون په واسطه چې مشري هم د دده په غاړه ده ۲۹۸ تنه ونیول .

د سعودي‌ عربستان د اداري‌ فساد پر وړاندې د مبارزې ملي‌ کمیسیون د ټولنیز مډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې د اداري‌ فساد او بډو پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د ۲۱۹ تنو دولتي‌ کارمندانو په ګډون ۲۹۸ تنه د بیلابیلو جرمنو لکه بډې، اداري‌ فساد، دولتي‌ مالونه په خپل نوم کولو او  د خپلو او صلاحیتونو نه د ناوړه صلاحیت د پورته په تور نیول شوي‌ دي.

په نیول شوو کسانو کې ۸ تنه د دفاع د وزارت کارکوونکي، ۲۹ تنه د کورنیو چارو د وزارت ، ۲۱ تنه د روغتیا د وزارت او ۲ تنه هم قاضیان دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د روغتیا د وزارت کارکوونکي‌ په دولتي‌ قراردادونو کې د فساد او قاضیان د رشوت اخیستو په تور نیولي‌ دي.

په نیول شوو کسانو کې یو تورنجنرال او یو هم برید جنرال شتون لري. 



اړوند خبرونه