په ترکیه کې  د نوي ډول کرونا ویروس دویمه مثبته پیښه هم  ثبت شوه.

په ترکیه کې د کرونا ویروس دویمه پیښه ثبت شوه.دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر وکړه.

1377369
په ترکیه کې  د نوي ډول کرونا ویروس دویمه مثبته پیښه هم  ثبت شوه.

 

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر وکړه. د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د خپل ټویټر پاڼې له لارې ویلي دي چې په ترکیه کې د کرونا ویروس دویمه مثبته پیښه ثبت شوه. هغه ویلي دي چې  د یو تن شکمن  ناروغ د معایناتو په نتایجو کې ښکاره شوه چې په ویروس اخته شوی دی.

د ویلو ده ترکیه  چې  د کرونا ویروس پر وړاندې د ډیرې قوي مبارزې او تدابیرو سره  په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد دی تیره ورځ  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د کرونا ویروس اړوند د وزیرانو غونډه وکړه. پدې غونډه کې  د کرونا ویروس پر خلاف د لا ښې مبارزې  او تدابیرو په خاطر اوچتیدونکي ګامونه وټاکل شول.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د وزیرانو شورا پدې غونډه کې د ولسمشر اردوغان بهرني سفرونو  د یوې مودې لپاره د ځنډولو پریکړه وشوه.

همداشان  پدې غونډه کې د بعضو تدابیرو نیولو پریکړه وشوه چې په لانډې ډول دي.

لومړی په هیواد کې  ټول ابتدایه، منځني او لیسې  ښوونځي  د مارچ د ۱۶ مې نیټې نه په اعتبار سره د یوې اونۍ لپاره رخصت کړی شول. همداشان د مارچ د ۲۳ مې نیټې په اعتبار سره به د یوې اونۍ لپاره د ټولو ښوونځیو زده کوونکو ته  انلاین او د تلویزیوني کانالونو له طریقه درسي پروګرامونه پر مخ یوړل شي.

دویم  د مارچ د ۱۶ مې نيټې نه په اعتبار سره د هیواد د پوهنتونونو محصلین  د ۳ اونیو لپاره رخصت شول.

دریم  په هیواد کې د سپورت ټولې سیالۍ  د اپریل د میاشتې تر پایه پرته د نندارچیانو ترسره کیږي.

د بله پلوه د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزارت په هیواد کې ټول هنري فعالیتونه  د مارچ د ۱۴ مې نیټې په اعتبار سره د اپریل تر پایه پورې  د ځنډولو پریکړه وکړه.

په دولتي مامورینو باندې د هیواد نه بهر په سفر کولو بندیز ولګول شو. د استثنايي حالاتو پر مهال به بهر ته د سفر کولو په خاطر اجازه اخیستل کیږي.

همداشان د ترکیې د  روغتیا وزیر په هیواد  کې د کرونا ویروس د دویمې مثبتې پیښې نه خبر ورکړی دی. هغه ویلي دي چې په ویروس اخته شوی دویم کس هم  پدې ویروس د اخته لومړي ناروغ  نږدې کس دی چې وار د مخه په قرنطین کې نیول شوی وو.



اړوند خبرونه