د سعودي د استخباراتو یو تن پخوانی چارواکی کاناډا ته تښتیدلی دی

د سعودي عربستان د استخباراتو یو تن پخوانی جګپوړی چارواکی   ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د فشارونو له امله  کاناډا ته وتښتید.

1377033
د سعودي د استخباراتو یو تن پخوانی چارواکی کاناډا ته تښتیدلی دی

 

د انګلستان د میډل ایست ای خبري سایټ د خبر له مخې  د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی چارواکی سعد الجبري د ولیعهد شهزاده بن سلمان د فشارونو  او د هغه د ډار له امله کاناډا ته تښتیدلی دی.

د ویلو ده چې  سعد الجبري  یوه دوره  تیره اونۍ نیول شوي د  پخواني ولیعهد شهزاده او پخواني کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف  د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

په خبر کې راغلي دي چې  سعد الجبري پخواني ولیعهد شهزاده بن نایف ته د صداقت، د کورنیو چارو د وزارت د سلاکار په توګه د دندې ترسره کولو او ډیرې زیاتې شتمنۍ  د درلودو له امله د بن سلمان لخوا د نیول کیدو د ګواښ سره مخامخ وو.

همداشان یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې سعد الجبري په کاناډا کې هم د محمد بن سلمان نه د تهدید نه ډک  لیک ترلاسه کړی دی.

بن سلمان هغه ته ګواښ کړی دی چې  په زور به يي سعودي ته ستون کړي.

هغه په کاناډا کې هم  د بن سلمان لخوا ګواښل کیږي او په ارامه ژوند نلري.



اړوند خبرونه