په بغداد او دیالا کې په جلا جلا بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق په بغداد او دیالا ښارونو کې څو بریدونه رامنځته شوي

1364880
په بغداد او دیالا کې په جلا جلا بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق  د بغداد او دیالا په ښارونو کې په وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.

د بغداد پولیسو ویلي دي چې  د ښار په سویل ختیځ کې د بیطول په سیمه کې په ترسره شوي برید کې  یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان د بغداد په ختيځ کې د نصراو صدر په سیمو  کې په جلا جلا وسله والو بریدونو کې یو تن د دفاع وزارت کارکوونکي او تن هم ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بغداد په سویل کې د لطیفه په سیمه کې بیا چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د عراق د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې د دیالا په ښار کې داعش ترهګرې ډلې په یوې امنیتې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې ۳ تنه پولیس ټپیان شول. همداشان په یو بل برید کې یو تن وژل شوی دی.  


پيوندونه: #دیالا , #بغداد , #عراق

اړوند خبرونه