حوثي یاغیانو د یمن د صنعا  ښار نه  پر  سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

د یمن نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وشول

1363665
حوثي یاغیانو د یمن د صنعا  ښار نه  پر  سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

 

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د ویاند ډګروال ترکي المالکي له قوله لیکلي دي چې  حوثي یاغیانو تیره شپه  د شپې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا  کې پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې  د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ کړی شول.

المالکي وویل چې  دا توغندي په قصدي او سیستماتیک توګه په ملکي استوګنځایونو توغول شوي وو چې  له نیکه مرغه د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شول.

هغه وویل چې د حوثي یاغیانو دا عمل په ښکاره توګه د نړۍوالو قوانینو او حقوقو نه سرغړونه ده.

هغه وویل چې توغندي د یمن د پخوانۍ پلازمینې صنعا نه راتوغول شوي وو.

هغه وویل چې  د یمن د صنعا ښار د بالستیک توغندیو د بسته بندۍ  او بیا پر سعودي عربستان د بریدونو پر مرکز بدل شوی دی.

ویاند وویل چې  د سعودي عربستان په مشرۍ  ائتلاف به د عسودي عربستان د وګړو سربیره د ائتلاف د غړیو هیوادونو د وګړو د سر او مال نه حفاظت ته دوام ورکړي او د حوثي پر خلاف به لاس کلک تدابیر ونیسي.

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو د بریدونو نه سربیره  د ډرون الوتکو سره بریدونو ته هم  زور ورته کړی دی.



اړوند خبرونه