په لبنان کې پر عسکرو خونړی برید وشو

د لبنان د بالبیک  په ښار کې  په عسکرو خونړی برید وشو چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په لبنان کې پر عسکرو خونړی برید وشو

 

د لبنان د پوځ لخوا د خپور شوي بیان له مخې  ، د هیواد په ختیځ کې  د بالبیک په ښار کې د عسکري استخباراتو د منسوبینو موټر چې  د غلا شوي یو موټر د نیولو په خاطر عملیاتو ته روان ول  برید وشو.

په پيښه کې  ۳ تنه سرتیري مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

پدې پيښه کې د برید کوونکو نه هم  یو تن وژل شوی دی.

د لبنان لومړي وزیر حسن دیاب  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې په عسکرو  د برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او ددې برید نه يي د هیواد په استقرار او امنیت د برید کولو په توګه یادونه کړې ده .

هغه د برید کوونکو د هر څه ژر نیولو غوښتنه کړې ده .


پيوندونه: برید , عسکر , لبنان

اړوند خبرونه