په عفرین کې درنده چاودنه شوې

د حلب ولایت اړوند په عفرین ولسوالۍ کې چاودنه شوې

په عفرین کې درنده چاودنه شوې

د سوریې د حلب ولایت اړوند  د عفرین په ولسوالۍ کې  د موټر پر مټ چاودنه وشوه چې له امله يی ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د سیمې نه د ترلاسه شوو  لومړنیو  معلوماتو له مخې چاودنه د ملکي وګړو په منځ کې شوې ده چې په نتیجه کې  ۴ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه  د عفرین ولسوالۍ اړوند  راجو په لویه لاره کې رامنځته شوې ده .

د چاودنې نه وروسته  ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده . د اورلګیدنې د مړولو  چارې پیل شوي دي.


پيوندونه: عفرین , حلب , سوریه

اړوند خبرونه