د عراق په پلازمینه  بغداد کې  یو ځل بیا د امریکا  پر پوځي هډې  د توغندیو برید وشو.

په بغداد کې د امریکا پر پوځي هډې د توغندیو برید شوی

د عراق په پلازمینه  بغداد کې  یو ځل بیا د امریکا  پر پوځي هډې  د توغندیو برید وشو.

 

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون هم  د برید پخلی کړی دی. پنټاګون ویلي دي چې د عراق په پلازمینه  بغداد کې  ددوې د التاجي په پوځي  هډې د توغندیو برید شوی دی.

پنټاګون ویلي دي چې توغندي  پوځي هډې ته په نږدې  سیمه کې  غورځیدلي  او هیچا ته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.

د عراق  امنیتي سرچینو هم  د التاجي پر پوځي  هډې  د توغندیز برید کیدو  پخلی کړی دی او ویلي دي چې  پدې هډې  پنځه د کاټیوشا توغندیو  برید شوی .

د امریکا د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې په عراق کې د خپلو پوځیانو د امنیت په خاطر  امنیتي تدابیر کچه  لوړه کړې  ده او پدې برخه کې چارې هم  دوام لري.   



اړوند خبرونه