عراق حکومت : د عراق نه د امریکايي ځواکونو ویستو ته ژمن یو

د عراق حکومت ویلي دي چې  پارلمان د هیواد نه  د امریکايي ځواکونو  د ویستو د فیصلې  د تصویبولو نه وروسته  پدې برخه کې په شا ګام نه اوچتوي.

عراق حکومت : د عراق نه د امریکايي ځواکونو ویستو ته ژمن یو

 

د عراق د حکومت ویاند ویلي " حکومت  د عراق نه  د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د ویستو په برخه کې د پارلمان  فیصلې  ته ژمن  دی او پدې برخه کې به  په شا ګام اوچت نکړي. "

هغه  د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې  د عراق حکومت  د امریکايي ځواکونو سره  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر په هیواد کې د پاتې کیدو په اړه  نوی تړون لاسلیک کړی  داسې وویل ، دا  بې بڼسټه  ادعا  ده. حکومت  د هیچا سره داسې کوم  تړون ندی لاسلیک کړی.

د یادولو وړ ده چې د عراق پارلمان  د جنوري په پنځمه نيټه  د هیواد نه د امریکايي ځواکونو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستو فیصله  تصویب کړه. پارلمان ددې پریکړې  د عملي کولو صلاحیت  او مسئولیت  حکومت ته  وسپاره.



اړوند خبرونه