د اسراییلو د بهرنیو چارو او استخباراتو وزیر د حزب الله مشر په مرګ وګواښه

د اسراییلو د بهرنیو چارو او استخباراتو وزیر اسراییل کتز په لبنان کې  د حزب الله د سازمان عمومي  مشر  حسن  نصرالله ته وګواښه. هغه وکړ چې   نصرالله به په لبنان کې په خپله پټن ځای کې  په امن کې پاتې نشي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو او استخباراتو وزیر د حزب الله مشر په مرګ وګواښه

 

هغه  د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کې  پيغام کې ویلي دي چې  حسن نصر الله د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  او اسراییلو دولت پر خلاف ګواښونو ته  دوام  ورکوي.

اسراییلي  وزیر ویلي دي چې  د حسن نصرالله  د مشکلاتو د ډیریدو سره  د هغه  کبر او غرور هم  ډیریږي.

حسن نصرالله د خپلو ایراني  بادارانو  په امر او احتمالي بریدونو له ډاره  خپل پټنځای  یو پوړ بل هم  د مځکې لاندې  ښکته کړی دی  خو که چیرې  هغه  اسراییلو ته  ګواښونو ته  دوام  ورکړي  هیڅډول  پټنځای به هغه په امن کې ونه ساتي.

هغه ویلي دي چې  حسن نصرالله  د اوږدې  مودې راهیسې  د بریدونو له امله  په پټنځای کې ژوند کوي.   



اړوند خبرونه