په عراق کې مظاهره کوونکو د ایران قونسلګرۍ ته اور واچو

په عراق کې د حکومت مخالفو مظاهره کوونکو د هیواد په سویل کې  د نجف په ښار کې  د ایران قونسلګرۍ ته  اور واچو.

1313784
په عراق کې مظاهره کوونکو د ایران قونسلګرۍ ته اور واچو

 

په نجف ښار کې  مظاهرې د کنټرول نه د وتو نه وروسته  د یاد شوي  ښار عملیاتونو قومندانۍ  په ښار کې ګرځبند  اعلان کړ. یادې شوې قومندانۍ  د اعلامیې په خپرولو سره  ویلي دي چې  په نجف ښار کې  تر نامعلومې نیټې ګرځبند  اعلان کړی دی.

د بله پلوه  د عراق د پلازمینې  بغداد سربیره  د المثنی، قادیسه او ذی قار  په ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځه نښتې شوي دي. ویل کیږي پدې نښتو کې په لسګونو تنه مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

په قادسیه ښار کې  نن عمومي رخصت اعلان شوی دی.

په نجف ښار کې مظاهره کوونکو  تیره شپه  د ایران  قونسلګرۍ ته اور واچو.

د ویلو ده چې په عراق کې  د بې کارۍ، فساد او د عامه خدماتو  د نشتوالي له امله د اکتوبر په لومړۍ نيټه  د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل شوې وې چې اوس هم  روانې دي.

د عراق په مظاهرو کې تر اوسه پورې  تر ۳۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي وژل شوي او څه باندې ۱۵ زره تنه نور ټپيان شوي دي.

همداشان  مظاهره  کوونکي په هیواد کې د ایران  د نفوذ  پر خلاف هم  شعارونه ورکوي. مظاهره کوونکو په څو ښارونو کې د ایران د سیاسي نماینده ګیو د سوځولو  هڅه کړې ده .

د عراق د حکومت لخوا د ځینو اصلاحاتو د اعلانولو سره سره  مظاهرې دوام لري. مظاهره کوونکي  د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي په مشرۍ  د حکومت د استفا غوښتنه کوي. هغوې حکومت  امنیتي ځواکونو ته د مظاهره کوونکو پر خلاف د شدت  او تاریخوالي نه د کار اخیستو په امر ورکولو تورنوي.



اړوند خبرونه