په بغداد کې ۳ جلا جلا چاودنې شوي

د عراق په پلازمینه بغداد کې  په درې جلا جلا چاودنو کې  لږ تر لږه  ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

په بغداد کې ۳ جلا جلا چاودنې شوي

 

د بغداد د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې  لومړنۍ چاودنه  د پلازمینې بغداد سویل لویدیځ کې  د یو جومات ترڅنګ د موټر سایکل پر مټ  وشوه. همداشان دویمه چاودنه  د ښار په ختیځ کې د ښاروالیو په سیمه کې شوې ده .

همداشان  دریمه چاودنه  د ښار شمال ختیځ برخه کې  د شعاب په سیمه کې  رامنځته شوې ده .

په درې واړو چاودنو کې  ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ویلو ده چې  په عراق کې  د نږدې دوو میاشتو راهیسې  د حکومت پر خلاف  مظاهرې دوام لري.

د مظاهرو مرکز هم  بغداد دی. په بغداد  کې په روانو مظاهرو کې هم  په سلګونه تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.


پيوندونه: چاودنې , بغداد

اړوند خبرونه