حوثي یاغیانو د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو الوتکه ویشتې ده

په یمن کې حوثي یاغیانو  د هیواد په شمال کې  د صعده  په ښار کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو  د الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده .

حوثي یاغیانو د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو الوتکه ویشتې ده

 

د حوثي یاغیانو اړوند  د المسیره  تلویزیون  د حوثي یاغیانو پوځي څانګې  د ویاند یحیی له قوله ویلي دي چې  د یمن په شمال کې د صعده ښار  د سوخ په سیمه کې  د سعودي  عربستان په مشرۍ د ائتلاف  الوتکه  راغورځولې ده .

هغه  دا ندي ویلي چې دا الوتکه يي په کوم ډول وسلې  ویشتې ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف  تر اوسه پورې ددې پیښې پخلی ندی کړی.



اړوند خبرونه