د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي ځای ناستی وټاکل شو

د داعش ترهګرې ډلې د خپل  مشر ابوبکر البغدادي  د وژل کیدو  پخلی وکړ  او د هغه ځای ناستي د ټاکل کیدو نه يي خبر ورکړ.

د داعش ترهګرې ډلې  د مشر البغدادي  ځای ناستی وټاکل شو

 

د ابو حمزه القریشي په نامه  یو  تن چې ځان يي  د داعش ترهګرې ډلې  د ویاند په توګه  معرفي کړی دی  د ټیلګرام  کانال له لارې په خپور کړي غږیز پیغام کې  د ابوبکر البغدادي  او د داعش د پخواني ویاند  ابو حسن المهاجر  د وژل کیدو پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي دي چې  ابو ابراهیم الهاشمي القریشي  د داعش ډلې د نوي  امیر  او مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې  بڼسټګر او مشر ابوبکر البغدادي  د امریکا د ځانګړو ځواکونو  لخوا د سوریې په شمال کې د ادلب په ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیرې یکشنبې پر ورځ  د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي  وژل کیدو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې  د داعش  مشر البغدادي  د هغه پر پټنځای  د عملیاتو پر مهال په یو تونل کې پټ شوی وو چې وروسته يي  د ځان پورې د تړولو چاودیدونکو توکو په چولو سره  ځان وواژه.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې  د داعش ترهګرې ډلې ویاند ابو حسن المهاجر  د تیرې سې شنبې پر ورځ  د سوریې د جرابلس ښار ته نږدې په یوه سیمه کې  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.


پيوندونه: امریکا , البغدادي , داعش

اړوند خبرونه