په بغداد کې د حشد الشعبي شیعه ځواکونو د وسلو پر ډیپو هوايي برید شوی

د عراق په پلازمینه  بغداد کې  د حشد الشعبي  په نامه د شیعه ملیشه ځواکونو  د وسلو او مهماتو  تر ټولو  په ستر ډیپو هوايي برید شوی.

1287478
په بغداد کې د حشد الشعبي شیعه ځواکونو د وسلو پر ډیپو هوايي برید شوی

 

د عراق نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیره شپه  د پلازمینې بغداد د المدین په سیمه کې  د حشد الشعبي شیعه ملیشو  د وسلو او مهماتو تر ټولو  په ستر ډیپو  د بې پيلوټه الوتکې لخوا برید شوی دی.

د عراق  حکومت د نوموړي برید په اړه په رسمي توګه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

دا لومړی ځل ندی چې په عراق کې د حشدالشعبي  ډلې  د وسلو او مهماتو پر ډیپو برید کیږي.

ددینه وړاندې هم  په کراتو  د یادې شوې  ډلې  د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو او قرارګاه ګانو  بریدونه شوي دي.



اړوند خبرونه