حوثي یاغیانو داځل متحده عربي امارات وګواښل

په یمن کې  حوثي یاغیانو  د سعودي عربستان د تیلو په  دوو سترو چاڼځایونو  د برید نه وروسته  داځل  متحده عربي آمارات  په ورته  برید وګواښل.

1272469
حوثي یاغیانو داځل متحده عربي امارات  وګواښل

 

حوثي یاغیانو  ګواښ کړی  چې چیرې پر دوی  د عرب ائتلاف  بریدونه دوام وکړي  داځل به  متحده عربي آماراتو ورته بریدونه وکړي.

تیره ورځ د  سعودي عربستان  د دفاع وزارت هغه شواهد  د خبریالانو سره  شریک کړل چې  د تیلو په چاڼځایونو  د بریدونو نه ترلاسه شوي وو. سعودي عربستان  ویلي دي چې  دا برید  د ایران پر ملاتړ  ترسره شوی دی. په برید کي کارول شوي  ډرون  او توغندي  ټول د ایران لخوا  جوړ شوي دي. د سعودي عربستان د دفاع د وزارت د خبري غونډې نه سمدلاسه وروسته  په یمن کې د حوثي ياغیانو  په خبري غونډه کې ګډون وکړ او متحده عربي امارات يي وګواښل.

حوثي یاغیانو ویاند  یحیی سریع  دې خبري غونډې ته وویل چې  د سعودي عربستان  د بقیق  او حاریس  د تیلو په چاڼځایونو  په بریدونو کې په وسلو سمبال د نوو جوړو کړو ډرون الوتکو نه کار اخیستی دی.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې  د داسو په وسلو سمبال  ډرون الوتکو نه چې د جیټ الوتکو ماشین  ورته نصب شوی وو  کار اخیستی دی. د هغه په وینا  دا بریدونه  د مصافې  له مخې  د دریو  نقطو نه ترسره کړي دي. پدې بریدونو کې د ۱۵۰۰ او ۱۷۰۰ کیلومتره  منزل  خاوند  صمد ۳  او په وسلو سمبال  کشفي  ډرون الوتکو نه کار اخیستل شوی دی.

هغه  پدې خبري غونډه کې ځینې عسکونه  چې  ویل کیږي د بریدونو نه مخکې  د کشفي الوتکو سره  اخیستي وو هم  ښکاره کړل.

هغه ددې بریدونو نه  د سعودي عربستان پر خلاف د ترسره شوو  موازنې جوړونکو  بریدونو په توګه یادونه وکړه. هغه ادعا  وکړه چې پدې برید کې  د سعودي عربستان د تیلو چاڼځایونو ته  د ښودلو زیانونو نه لا زیات  زیانونه اړولي دي.

امریکا  نړۍ ته  پدې اړه ډیر ناسم  معلومات ورکړي دي.

همداشان هغه  داځل  متحده عربي اماراتو ته  ګواښ وکړ  که چیرې پر دوی  د عرب ائتلاف  بریدونه دوام وکړي  دا ځل به  په متحده عربي اماراتو ورته بریدونه وکړي.

هغه ویلي دي چې  د متحده عربي اماراتو د دوبۍ او ابو ظبۍ  ښارونه يي د بریدونو په لست کې  شامل کړي دي.   



اړوند خبرونه