اسرائیل اوس په لبنان هر وخت چې وغواړي برید کولای نشي: حزب الله

د لبنان په پارلمان کې  د حزب الله د ډلې  وکیل  حسن فضل الله وویل چې اسرائیل اوس  پدې پوهیږي  چې  هر کله چې وغواړي  په لبنان  برید کولای نشي. لبنان اوس هغه پخوانی  لبنان ندی.

1262054
اسرائیل اوس په لبنان هر وخت چې وغواړي برید کولای نشي: حزب الله

 

حسن فضل الله دا څرګندونې  د لبنان د مارون الراس  د سیمې نه چې د اسراییلو لخوا پرې  برید شوی وو  د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه وویل چې  دښمن  ( اسرائیل ) اوس هر کله چې وغواړي پر لبنان  برید کولای نشي، ځکه چې  اوس لبنان هغه  پخوانی  لبنان ندی چې ددوې د بریدونو د ورکولو توان ونلري. هغه وویل  د هیواد په سویلي پولو کې چې د اسراییلو لخوا پرې بریدونه شوي وو اوس سکونت  حاکم  دی  او د خلکو د ژوند ورځنۍ چارې په نورماله توګه دوام لري.

د ویلو ده چې  د اسراییلو پوځ  تیره ورځ  اعلان وکړ چې  د لبنان لخوا ددوې  په بعضو عسکري هډو او پوځي  موټرو  د ضد ټانکو توغندیو  بریدونه شوي وو. اسراییلو بیا  د لبنان په سویلي سیمو  ځوابي بریدونه کړي وو. اسراییلو وویل چې ځوابي بریدونه په هغو سیمو شوي دي چې په اسراییلو ترینه بریدونه شوي وو.

په لبنان کې د حزب الله ډلې  پر اسراییلو د بریدونو  مسئولیت په غاړه واخیست او وویل چې دا بریدونه  د حسن زبیب او یاسر د شهیدانو د ډلې لخوا  شوي دي. بریدونه د اسراییلو په شمال کې د اوی ویم  په عسکري هډې شوي دي چې  په نتیجه کې  اسراییلي ځواکونو ته د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې وه.

د بله پلوه  د لبنان پوځ بیا ویلي دي چې  اسراییلو  د لبنان  د مارون الرس  ، ای تارون او یارون  په سیمو  په لسګونو راکټي  بریدونه کړي دي.   



اړوند خبرونه