لبناني ځواکونو د اسراییلو اړوند په ډرون الوتکو برید کړی

لبنان وايي چې د اسراییلو ډرون الوتکو یو ځل بیا ددوې هوايي حریم ته داخل شوي دي

1260530
لبناني ځواکونو د اسراییلو اړوند په ډرون الوتکو برید کړی

د لبنان  پوځ د اسراییلو اړوند په ډرون الوتکو  برید کړی دی. د لبنان پوځ ویلي دي چې  د هیواد په سویلي برخو کې  د اسراییلو اړوند  په ډوه  ډرون الوتکو يي  د لبنان هوايي حریم ته د راننوتو  سره  سم  برید کړی دی.

د لبنان  رسمي خبري اژانس  ویلي دي چې  ددې هیواد وسله والو ځواکونو د هیواد په سویل کې  د النبطیه په ولایت کې د اسراییلو اړوند په ډرون الوتکو چې  د لبنان هوايي حریم ته راداخل شوې وې  برید کړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې اسراییلي ډرون کشفي الوتکې  حتا  د لبنان په خاوره کې په سترګو هم  لیدل شوي دي.

په خبر کې  د نوموړې پيښې په اړه  د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .

د ویلو ده چې یوه څه موده مخکې هم  د لبنان  په خاوره کې  د اسراییلو اړوند  دوه  ډرون الوتکې لویدلې وې.

همداشان  اسراییلو  یو څه موده مخکې پدې خاوره کې  د ایران اړوند په ځینو هدفونو هم  بریدونه کړي وو چې  د لبنان سخت غبرګون يي پارولی دی.

لبنان د اسراییلو ددې تیریو له امله د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي.



اړوند خبرونه