د حوثي یاغیانو د مشر ورور او مهم قومندان ووژل شو

په یمن کې د حوثي یاغیانو  د مشر عبدالملک حوثي  ورور  ابراهیم بدرالدین حوثي ووژل شو.

د حوثي یاغیانو د مشر ورور او مهم قومندان ووژل شو

 

حوثي یاغیانو  نن  جمعه د اګست نهمه  د ابراهیم  بدرالدین الحوثي  د وژل کیدو نه خبر ورکړ.

د حوثي یاغیانو د کورنیو چارو وزارت  پلازمینه صنعا کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  د حوثیانو د مشر عبدالملک الحوثي  ورور  ابراهیم بدرالدین الحوثي  د ترهګرو  په وسله وال برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې  د حوثي یاغیانو ددې مشر  د وژل کیدو د څرنګتیا په اړه  ډیر جزیات ندي ورکړ شوي خو ویل شوي دي چې  د نوموړي  وژلو  عاملین  به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

په یمن کې  یوې سرچینې ویلي دي چې  بدرالدین الحوثي  تیره ورځ د صنعا په شمال کې د کمیتی په سیمه کې  وژل شوی دی.

سرچینې ویلي دي چې  یوې ډلې ناپیژانده وسله والو  د بدرالدین الحوثي  د موټرو په کتار  برید وکړ او د هغه د وژلو نه وروسته د سیمې نه وتښتیدل.

دا لا معلومه نده چې نوموړی  د چا لخوا وژل شوی دی.  

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو  په ۲۰۱۴ کال کې په یمن کې په مشروع حکومت کودتا وکړه او د پلازمینه صنعا په ګډون ځینې سیمې  ونیولې.

حوثي یاغیانو ددې کودتا نه وروسته  د یمني ځواکونو  پر خلاف جګړه کوي. نوموړي  پدې جګړه کې د ایران کلک ملاتړ تر شا لري.



اړوند خبرونه