ایراني قومندان په سوریه کې خپلو پلوي ډلو ته د امریکا پر خلاف جګړې ته چمتو اوسۍ امر وکړ
د ایران د انقلاب ساتوونکو پوځ د قدس د ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د سوریې نه لیدنه وکړه.

هغه په سوریه کې ایراني پلوه ترهګرو ډلو د امریکا په مقابل کې جګړې ته پوره چمتوالي د نیولو امر وکړ.
د سیمه ایزو سرچینو د معلوماتو له مخې سلیماني پرون د سوریې د دیروزور د ولایت نه لیدنه وکړه.
هغه پداسې حال کې په سوریه کې د ایراني پلوه ترهګرو ډلو نه لیدنه وکړه چې امریکا په سوریه کې د ازادې سوریې ځواکونو نه ملاتړ او د هغوې روزنه له سره پيل کړه.
سلیماني د نوموړو ډلو سره په لیدنه کې د امریکا په مقابل کې جګړه د چمتوالي د نیولو امر وکړ. هغه وویل چې د امریکا په مقابل کې د جګړې په مسئله کې د بشار اسد سره هیڅډول اختلاف د نظر نلرو. هغه پدې برخه کې نوموړو ترهګرو ډلو ته پوره ډاډ او ضمانت ورکړ.
سرچینې ویلي دي چې سلیماني د نوموړو ترهګرو ډلو سره د لیدنې سربیره په نوموړي هیواد کې د ایراني سلاکارانو سره هم لیدنه کړې ده . پدې لیدنه کې د سوریې د حمص په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې په موجودیت، د سوریې، عراق او اردن په پولو کې د تانیف په سیمه کې د امریکا او ازادې سوریې د ځواکونو په موجودیت او عراق نه راوستونکو شیعه ملیشو په مسئلې خبرې کړي دي.
سلیماني د عراق سره په پوله کې د سوریې د نفتو د کوهیانو نه هم لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو چې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې د سوریې په سویل کې د ازادې سوریې د ځواکونو سره خپلې مرستې پرې کړې وې تیره اوونۍ له سره پیل کړې.
ایراني پلوه ډلې د سوریې په سویل ختیځ سیمو کنټرول په لاس کې لري.