د الشارقه د امیر زوی شهزاده قاسمي په خپلو کور کې مړ وموندل شو
د متحده عربي اماراتو د الشارقیه د ولایت د حاکم زوی او ددې ښار ولیعهد شهزاده خالد القاسمي په لندن کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.
د انګلستان د خبري رسنیو د خبرله مخې د شارقه ښار د امیر شیخ سلطان بن محمد القاسمي دویم زوی او د یاد شوي ښار ولیعهد شهزاده خالد القاسمي د لندن تر ټولو په لوکسه د نایټ برجس په سیمه کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.
د ۳۹ کلن شهزاده د مرګ لامل معلوم ندی.
ځینو رسنیو بیا د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي دي چې شهزاده خالد القاسمي چې د جامو ډیزاینر وو نشه يي توکي کارول. نوموړي د ډیر زیات نشه يي توکو د کارولو په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د خالد القاسمي د مړینې نه وروسته په شارقهښار کې درې ورځې ملي ویر اعلان شو.
د شهزاده خالد کورنۍ د هغه د مړینې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې پيغام خپور کړی دی. په پیغام کې راغلي دي چې د مود ، فیشن او ډیزاین نړۍ ستر فیلسوف او هنرمند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د شارجه د امیر مشر زوی هم په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په انګلستان کې په خپل کور کې د ډیر زیات هیروینو د کارولو په پایله کې په ۲۴ کلنۍ کې ژوند د لاسه ورکړی وو.