عرب لیګ : په برازیل باندې زمونږ فشارونو مثبته نتیجه ورکړه

د عربي ټولنې  عمومي مشر وویل چې  په برازیل  باندې  په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د نه انتقالولو  په برخه کې فشارونو  بالاخره  مثبته نتیجه ورکړه.

1222470
عرب لیګ : په برازیل باندې زمونږ فشارونو مثبته نتیجه ورکړه

 

د عرب لیګ  مشر  دا څرګندونې د لبنان  په پلازمینه  بیروت کې د عرب سوداګریزو خونو لخوا جوړ شوي  د عرب  شراکت د ګډ عالي کمیسیون په غونډه کې  وکړې. هغه وویل چې  د برازیل لخوا  په اسراییلو کې  خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  د پریکړه نه وروسته  ورته عرب لیګ  یوه ډیر  قاطع  پيغام ورکړ. عرب لیګ  په پیغام کې ویلي وو چې د برازیل لخوا بیت المقدس ته د خپل سفارت  انتقالول د عربي هیوادونو سره  د تجاري، اقتصادي او پانګه اچونې  د اړیکو  د پرې کولو په معنا  دی. برازیل ته وویل شو که چیرې  دا ګام اوچت کړي  عربي هیوادونه به ورسره  اړیکې  پرې کړي.

بالاخره  دې فشارونو  مثبته نتیجه ورکړه.

نوموړي  د عرب لیګ  او د عربي هیوادونو د ګډو کاري  ادارو د هلو ځلو  په اهمیت  د ټینګار سره وویل « په برازیل  دا فشارونه  د عرب لیګ  او  سوداګریزو خونو لخوا په ګډه  راوړل شول. برازیل مجبور شو چې د خپلې پریکړې نه  منصرف شي. »

پدې غونډه کې  د عرب لیګ  د سوداګریزو خونو  مشر  خالد حنیفي وویل چې  د صنایع  په برخه کې د څلورم  انقلاب  په یوه دروه کې قرار لرو. که چیرې  مونږ  ددې انقلاب سره  سازګاري  ونکړو  او پوره چمتووالی ونلرو  دا به زمونږ  د ډیر وروسته پاتې کیدو  لامل وګرځي. هم  د ټکنالوژۍ په برخه کې او هم  په نورو برخو کې.   



اړوند خبرونه