د عمان په خلیج کې په دوو نفت کش کښتیو کې د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
دا ځل د عمان په خلیج کې په دوو نفت کش کښتیو کې چاودنه وشوه
1217630
د ایران د تسنیم خبري پاڼې د العالم او عمان د سیمه ایزو رسنیو له قوله لیکلي دي چې د عمان په سواحلو کې په دوو نفت کش کښتیو چاودنې شوي دي.
د چاودنو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. ویل کیږي کیږي نوموړو نفت کش کښتیو په سیمه کې د نفتو استخراج کولو او خام تیل به يي فارس خلیج ته صارول.
ویل کیږي د چاودنې غږونه شاوخوا ته په پرتو هیوادونو کې هم اوریدل شوي دي. ځینو پاکستاني مقاماتو هم د چاودنو د غږونو اوریدل تایید کړي دي.
ویل کیږي عمان د نوموړې پیښې نه وروسته په شاوخوا کې د پرتو هیوادونو نه د مرستې غوښتنه هم کړې دې.
د ویلو ده چې نږدې یو میاشت مخکې هم د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې په څو ټانکر کښتیو برید شوی وو.
د نوموړې پیښې مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.