حوثي یاغیانو یو ځل په سعودي عربستان برید وکړ

حوثي یاغیانو  داځل   د سعودي عربستان په نجران ښار کې په یوې ډیرې  مهمې هډې  د برید هڅه وکړه.

1205149
حوثي یاغیانو یو ځل په سعودي عربستان برید وکړ

 

دا خبره  د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو  ویاند ډګروال ترکي المالکي وکړه.

په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې د ائیلاف  ویاند ډګروال ترکي المالکي نن  سه شنبه د مې ۲۱ مه خبري رسنیو ته وویل چې  حوثي یاغیانو دا ځل  په چاودیدونکو توکو بارو  یو ډرون الوتکې سره  د سعودي عربستان د نجران په ښار کې په یوې ډیرې مهمې  هډې  د برید هڅه وکړه. هغه ویلي ددې مهم  بڼست نه  د یاد شوي ولایت خلک او ملکي وګړي  استفاده کوي. هغه ددې بڼسټ  نوم وانخیسته.

المالکي وویل چې  د ایران پر ملاتړ حوثي یاغیانو  داځل  په چاویدونکو توکو بار د بې پیلوټه الوتکې سره د برید هڅه وکړه.

هغه وویل چې د ایران پر ملاتړ حوثي یاغیانو ددې ډول ترهګریزو اقداماتو او کړنو سره د سیمې او نړۍ امنیت د جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی. حوثي یاغیان د ایران پر ملاتړ په ملکي وګړو او تاسیساتو  ترهګریزو بریدونو ته دوام  ورکوي.

هغه ګواښ وکړ چې  د حوثي یاغیانو ددې ډول  بریدونو پر خلاف به په ډیر قاطعیت سره  مبارزې ته دوام  ورکړي. هغه وویل چې د حوثي یاغیانو پر خلاف به د نړۍوالو قوانینو او قواعدو په رڼا کې  د هر ډول  مبارزې نه کار واخیستل شي.

د یادولو وړ ده چې  حوثي یاغیانو  تیره ورځ هم  د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د مکې مکرمې او جدې د ښارونو پر لورې دوه  بالستیک توغندي توغولي وو چې د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ شوي وو.

ویاند وویل چې  د حوثي یاغیانو پروني بریدونه هم  د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو لخوا شنډ کړی شوي وو. 



اړوند خبرونه