سعودي عربستان : جګړه نه غواړو که چیرې د چا لخوا تهدید شو بیا به ورته سخت ځواب ورکړو
د سعودي عربستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر عادل الجبیر وویل چې هیواد يي د ایران سره جګړه نه غواړي خو که د کوچني تهدید په مقابل کې به په ډیره قوي توګه ځواب ورکړي.
جبیر دا څرګندونې په پلازمینه ریاض کې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې د ایران رژیم په سیمه کې د امنیت او استقرار په خاطر نه بلکې د نورو سیمو ته د خپلو سیاستونو د صادرولو په خاطر کار کوي.
هغه په ایراني چارواکیو د ورانکارانه سیاستونو نه د لاس اخیستو، د ګاونډیتوب قواعدو ته د درناوي کولو او سیمې په داخلي چارو کې د مداخلې نه کولو غږ وکړ.
هغه وویل چې سعودي عربستان په سیمه کې جګړه نه غواړي او د همدې لپاره کار کوي. هیواد يي ددې جګړې د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې کار کوي او د سولې په خاطر تل د سولې لاسونه اوږدوي.
که چیرې مقابل لورې بیا د جګړې غوښتنه وکړي بیا ورته په ډیره قوي توګه ځواب ورکوي. سعودي عربستان پدې وخت کې بیا مجبور دی چې د خپل هیواد او خپلو ملي منافعو نه دفاع وکړي.
جبیر په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران د رژیم مخه ونیسي. اجازه ورنکړي چې دا بربادي او جګړه ټولې نړۍ ته خوره شي. نړۍواله ټولنه باید پدې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د بله پلوه د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د نوموړي هیواد د سپاه پاسدارن د ځواکونو د قومندان جنرال حسین سلامي له قوله لیکلي دي چې ایران د جګړې پلوي ندی خو که چیرې پرې جګړه وتپل شي بیا د هر ډول جګړې لپاره پوره چمتوالی لري.