حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان دوه د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

سعودي عربستان  د حوثي یاغیانو لخوا د یمن د خاورې نه  د مکې مکرمې  او جدې د ښارونو په لورې د توغول شوو  دوو بالستیک توغندیو  په هوا کې د لمنځه وړولو نه خبر ورکړ.

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان دوه د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

 

د العربیه د خبر له مخې  د سعودي عربستان هوايي دفاعي ځواکونو  نن  دوشنبه د سهار په ډیر وختي  ساعتونو کې د یمن د خاورې نه  د مکې مکرمې پر لورې توغول شوی  توغندی  په هوا کې تثبیت  او طایف  په سیمه کې په هوا کې لمنځه یوړ.

همداشان  ددینه وروسته  هوايي ځواکونو د جدې  ښار  پر لورې توغول شوی  توغندی د جدي د ښار په اسمان کې د تثبتولو نه سمدلاسه وروسته  شنډ کړ.

سعودي عربستان مقاماتو د نوموړو  توغندیو په اړه تر اوسه پورې په رسمي توګه  کومن غبرګون ندی ښودلی خو تمه کیږي چې  پدې اړه  جزیات  د خبري رسنیو ته شریک کړي.

دا لومړی ځل ندی چې  حوثي یاغیان  د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندیو بریدونه کوي.



اړوند خبرونه