د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو بازار کې ځانمرګی برید وشو.
په بغداد کې د څو میاشتو وروسته ځانمرګی برید رامنځته شو
1198648
د بغداد امنیتي سرچینو ویلي دي چې د بغداد ختیځ لوري ته د صدر د سیمې اړوند د الجمیله د سیمې په بازار کې ځانمرګی برید شوی دی.
سرچیني ویلي دي چې برید کوونکي هله د ځان پورې تړلی د ځانمرګی واسکټ وچولو چې د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوی وو. برید کوونکی چې کله پوه شو چې له منځه وړ کیږي سمدلاسه د ځان پوری تړلی ځانمرګی واسکټ وچولو.
په پیښه کې ۸ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی. د یادولو وړ ده چې په بغداد کې د تیرو څو میاشتو راهیسې امنیت تر ډیره ډیره حده ښه شوی دی.
د تیرو څو میاشتو راهیسي په بغداد کې ترهګریز بریدونه نه وو رامنځته شوي.
چاودنه په شیعه میشتو سیمه کې شوې ده .