د قطر او بحرین مشرانو د نږدې دوه کاله ځنډ نه وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې
د خلیج د جنجال نه وروسته د بحرین او قطر مشرانو د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې.

د قطر رسمي خبري اژانس ویلي دي چې د بحرین لومړي وزیر خلیه بن سلمان ال خلیفه په ۲۰۱۷ کال کې د خلیج د جنجال د رامنځته کیدو نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټيلیفوني اړیکې په ټینګولو سره هغه ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مبارکي وویله.
د قطر خبري اژانس د نوموړو ټیلیفوني خبرو د جزیاتو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې بحرین د خلیج د جنجال د رامنځته کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره تیره اوونۍ د سعودي عربستان سره په ګډه په قطر کې په جوړو شوو مراسمو کې په رسمي توګه ګډون کړی وو.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په پنځمه نیټه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ګډون د خلیج ځینو هیوادونو قطر ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې، ایران سره د اړیکو او تندلارو ډلو نه په ملاتړ د تورنولو سره ددې هیواد سره ټولې ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې. همداشان نوموړو هیوادونو د قطر پر مخ خپلې سمندري او مځکنۍ لارې او هوايي حریمونه وتړل. په قطر يي اقتصادي محاصره ولګوله.
دې پرمختګ قطر د جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی وو چې ترکیې او ایران يي مرسته ته ودنګل.
اړوند خبرونه

د سوریې د جرابلس او الباب په سیمو د بالستیک توغندی برید شوی
د سوریې په شمال کې د ترکیې سره په پوله کې د الباب او جرابلس په سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وشو.

په عراق کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه وشو.
د عراق د الانبار په ښار کې د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه شوي