د عراق ولسمشر ترکي پانګه والو ته پدې هیواد کې د پانګه اچونې بلنه ورکړه
د عراق ولسمشر برهم صالح په ترکي شرکتونو د عراق د بیاودانولو په برخه کې پدې هیواد کې پانګه اچونې ته دعوت کړل.

د عراق د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د نوموړي هیواد ولسمشر برهم صالح په بغداد کې د ترکیې لوی سفیر فاتح یلدز، د ترکیې د ساختماني شرکتنو د ټولنې رئیس میتات یني ګون او ورسره مل هیئت د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړل.
د عراق ولسمشر صالح پدې لیدنه کې د ترکیې او عراق ترمنځه قوي او ژورو اړیکو نه په یادونه شره وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه باید اقتصادي او تجاري اړیکې او همکاریو کچه لا پسې بیا غښتلې او قوي شي.
هغه وویل چې عراق بهرنیو پانګه اچونو ته اړتیا لري، د ترکیې شرکتونه چې په ساختماني او نورو برخو کې کافي تجربه لري د عراق د بیاودانولو په برخه کې ورته دلته د پانګه اچونو بلنه ورکوو. د ترکي شرکتونو نه غوښتنه کوو چې د عراق د بیاودانولو په برخه کې زمونږ سره مرسته وکړي.
همداشان په عراق کې د ترکیې لوی سفیر فاتح یلدز وویل چې ترکیه او ترکي شرکتونه په عراق کې د سترو پروژو د بیارغونې او پانګه اچونو ته تیار دي.
د بله پلوه تیره ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې ( د عراق د بیارغونې په خاطر د ترکیې او عراق ګډ ساختماني فورم ) تر نامه لاندې اقتصادي غونډه وشوه.
پدې غونډه کې د عراق د سوداګرۍ وزیر محمد هاشم الاني او په عراق کې د ترکیې لوی سفیر فاتح یلدز سربیره د ترکيې د ساختماني شرکتونو د ټولنې رئیس او د ترکیې او عراق د یو زیات شمیر ساختماني شرکتونو مشرانو ګډون کړی وو.