د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰ کاله پورې په واک د پاتې کیدو په خاطر  قانوني  لاره  پرانیسته.

سیسي ته د دریمې دورې لپاره په واک کې د پاتې کیدو لار پرانیستل شوه

1184790
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰ کاله پورې په واک د پاتې کیدو په خاطر  قانوني  لاره  پرانیسته.

 

د مصر ولسمشر السیسي  تر ۲۰۳۰ کاله په واک کې د پاتې کیدو په خاطر  په اساسي قانون کې  تعدیل  د ولسي جرګې لخوا  تصویب شو.

د مصر الاحرام  ورځپاڼې د خبر له مخې  د مصر پارلمان  د اساسي قانون په تعدیل  په عمومي غونډه کې  رای اچونه وکړه. په رای اچونه کې  د مصر د پارلمان د ۵۹۶ وکیلانو نه  ۵۵۴ تنو ګډون  کړی وو. همداشان  د اساسي قانون  تعدیل  د ۲۲ مخالفو او یو ممتنع  رای په مقابل کې  د ۵۳۱ موافقو رایو سره  تصویب شو.

د مصر د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د دندې موده  ۴ کاله  او د  دوه  دورې  دنده  ترسره کولای شي.

خو  په اساسي قانون کې هغه ماده  چې د ولسمشر د دندې موده  ۴ کاله  ده  د تعدیل سره  ۶ کالو ته  لوړه کړې شوه. همداشان  ولسمشر  د دوه دورو نه ډیر دنده  نشي  ترسره کولای  ماده يي  ولسمشر د درې دورو نه  ډیره دنده  نشي کولای  باندې  بدله کړه.

د اساسي قانون د تعدیل سره  السيسي چې  د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو  د دندې موده يي په ۲۰۲۴ کال کې پایته رسیږي. همداشان  هغه ته يي د دریمې دورې لپاره هم  زمینه برابره کړه چې ددې سره  کولای شي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې په واک کې پاتې شي.

د یادولو وړ ده چې  د مصر ولسمشر الفتاح السیسي   د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳یمه نیټه  په  لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي   د پوځي کودتا په کولو سره  واک  په لاس کې ونیو. همداشان  السيسي  د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې   د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د دویم  ځل لپاره  د ولسمشر په توګه وټاکل شو چې د اساسي قانون له مخې  د دندې موده په ۲۰۲۲ کال کې پایته رسیده. خو  په اساسي قانون کې  د تعدیل سره هم  اوسنۍ  د ولسمشرۍ موده  دوه کاله  نوره اوږده کړه او هم  يي د راتلوونکې دورې لپاره  د ځان د کاندیدولو  لپاره  لار پرانیسته.

د ویلو ده چې  د مصر په اساسي قانون کې د تعدیل سره  پوځ  ته  د هیواد د اساسي قانون  او ډیموکراسۍ  د حفاظت  دنده هم  ورکړل شوه.



اړوند خبرونه