په بحرین کې یوې محکمې د ۱۳۸ تنو چې په ترهګرۍ تورن وو تابعیتونه لغوه کړل

په بحرین کې یوې محکمې  ۱۳۸ تنه  د ترهګرۍ په تور  د درو کلونو نه تر ټول عمر پورې په بند محکوم کړل.

په بحرین کې یوې محکمې د ۱۳۸ تنو چې په ترهګرۍ تورن وو تابعیتونه لغوه کړل

 

همداشان  محکمې  د نوموړو  کسانو  تابعیت  هم  لغوه کړی دی. دا خبره  د بحرین لوی څارنوالۍ کړې ده .

د بحرین لوی څارنوالۍ ویلي دي چې  محکمې  ۱۳۸ تنه  ترهګر چې د ایران د سپاه پاسدارن  د ځواکونو سره  په اړیکو درلودو او  په بحرین کې  د ترهګریزو پټو حجرو جوړولو  په تور  تورن  د محکمې لخوا  يي تابعیتونه  لغوه شول.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې  نوموړو  کسان  ټول شیعه ګان  دي  او د ایران سره  د اړیکو درلودو  په تور  تورن شوي دي.

نوموړي ۱۳۸ تنه د درو کلونو نه نیولې تر ټول عمره پورې په بند محکوم شوي دي.



اړوند خبرونه