په مصر کې په دوو جلا جلا بریدونو کې  لږ تر لږه  ۸ تنه مړه  او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

په مصر کې پر امنیتی ځواکونو دوه جلا جلا بریدونه شوي

په مصر کې په دوو جلا جلا بریدونو کې  لږ تر لږه  ۸ تنه مړه  او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

د مصر د کورنیو چارو د وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د سینا په نیمه ټاپو کې د شیخ زوید په ښار کې  په یو بازار کې  ځانمرګی برید وشو.

پدې برید کې ۴ تنو پولیسو او یو تن ۶ کلن ماشوم په ګډون  ۷ تنه مړه  او ۲۶ تنه نور ټپیان شول.

همداشان  د سینا  په نیمه ټاپو کې  د رفاح په ښار کې هم  پر عسکرو په ترسره شوي بمي برید کې  یو تن  سرتیري ژوند  د لاسه ورکړ  او یو تن  سرتیری هم  ټپي شو.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دویم  برید  په لاره کې د ځای په ځای شوي  بم  په واسطه  د امنیتي ځواکونو  د موټر د تیریدو پر مهال  شوی دی.

د ویلو ده چې په مصر کې  دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې د نوموړي هیواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي د رسمي سفر په خاطر امریکا ته تللی دی.



اړوند خبرونه